انصار (شنبه، د سنبلې 25مه) د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف په لومړي ځل په زغرده پر خپل هیواد او منځنۍ اسیا په افغانستان کې د قوش تېپې بند د جوړېدو پر اغېزو خبرې وکړې.
ده نن د ارال جهیل د ژغورنې بسپنې د بنسټګرو هیوادونو په سرمشریزه کې وویل:"دا کانال به د منځنۍ اسیا د اوبو رژیم او انډول بدل کړي."
ده زیاته کړه:" ښه پوهېږئ چې افغانان په فعال ډول د دې کانال په جوړولو کار کوي، د هغه جوړېدا په منځنۍ اسیا کې د اوبو سیستم او تعادل په اساسي ډول بدلوي."
د ازبکستان ولسمشر د طالبانو په ګډون د منځنۍ اسیا د هیوادونو له تحقیقاتي موسسو سره یوځای د قوش تېپې کانال د جوړېدو او د امودریا د اوبو پر رژیم د هغه د اغېز د ټولو اړخونو د ارزولو لپاره د یوې ګډې کاري ډلې د جوړېدو وړاندیز ضروري وباله. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د قوش تېپې کانال د جوړولو چارو ته زور ورکړی دی.
د طالبانو په وینا، د قوش تېپې کانال په پروژه کې نژدې ۵ زره ۵۰۰ تنه شپه او ورځ په کار بوخت دي. له ۳ زره ۳۰۰ ډېرو بلدوزرونو او نورو وسایلو څخه د دې کانال په کیندلو کې کار اخیستل کېږي. دا کانال په هره ثانیه کې له امو سین څخه ۶۵۰ مترمکعب اوبه انتقالولی شي. د دې کانال اوږدوالی ۲۸۵ کیلومتره، پلنوالی ۱۵۲ متره او ژوروالی له اته نیم تر دوولس نیم متره پورې دی. د دې پروژې د بشپړېدو په صورت کې به په بلخ، جوزیان او فاریاب ولایتونو کې ۵۵۰ زره هکتاره مځکه خړوبه شي.
په داسې حال کې چې د منځنۍ اسیا هیوادونه له پیړیو راهیسې د امو سین له اوبو په اوبه لګونې کې کار اخلي، افغانستان د دې سین څخه تقریباً هیڅ استفاده نه کوي. دا په داسې حال کې ده چې د منځنۍ اسیا هیوادونو په خپل منځ کې د اوبو ونډه وېشلې خو له افغانستان سره یې هیڅ مشوره نه ده کړې.
LINK: https://www.ansarpress.com/english/27017